د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ددې پوهنتون محصلینو ته د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې په موخه د جوړې شوې وړیا یو کلنې برنامې له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۴
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو په ملتیا ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو کورسونو څخه لیدنه وکړه او په کې د روان تدریسي بهیر د څرنګوالي او محصلینو د علاقې جاج یې واخیست.
نوموړي د بېلابېلو ټولګیو محصلینو ته د خپلو ویناوو پر مهال اکاډمیکو او مسلکي موخو ته د رسېدو په برخه کې د ډېرو ژبو د زده کړې پر اهمیت خبرې وکړې، یاده وړیا برنامه یې هغوی لپاره لوی فرصت وباله او سپارښتنه یې وکړه، چې لازمه ګټه ورڅخه پورته کړي. 
ښاغلي هاشمي همدارنګه د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو ته ځانګړې سپارښتنه وکړه، چې د یادې برنامې د چارو ښه تنظیم او اغېزمنتیا په موخه دوامداره هلې ځلې او ښه مدیریت وکړي، چې د یاد امریت د مسؤلینو له لوري ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د ژبو زده کړې یاده وړیا برنامه د ننګرهار پوهنتون ریاست په غوښتنه او د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ چې د تدریسي چارې یې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادان پر مخ وړي، دوه اونۍ وړاندې پیل شوه او سهار او مازدیګر محصلینو لپاره ټولګي لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

ننګرهار پوهنتون د فلیال پوهنتونونو لپاره د (ایس پي ایس ایس ) شپږ ورځنی ورکشاپ دایروي.

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا دایرېږي، چې د کریکولم په اړه یې د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال، څېړنو آمر او روزونکو استادانو تر منځ غونډه وشوه.

د مجلس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۵ کادري بستونو لپاره له ۲۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، خراسان، الفلاح، متانت او جهان پوهنتونونو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د ټولو امریتونو خودي ارزونه ترسره شوه.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، له دې ارزونې څخه یې موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري هغې ارزونې ته بشپړ چمتووالی نیول وو، چې د روان کال په وروستیو کې به ترسره شي.
یاده داخلي ارزونه چې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu