د ننګرهار پوهنتون د لارو، ویالو، ګلدانونو او چمنونو د پاکۍ او تنظیفاتو چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۸:۵۴
image

 

یادې چارې ددې پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې د مستقیمې څارنې لاندې د جلال آباد ښاروالۍ او د دې پوهنتون د ساتنې او څارنې مدیریت کارکوونکو په مرسته دوام لري.

له نوموړي بهیر سره د UN-Habitat د کار په مقابل کې مزد پروژې ۶۰ تنه نور کاریګر هم یو ځای شول، چې د لسو ورځو لپاره به د پوهنتون په پاکۍ کې برخه واخلي.

د ننګرهار پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي د جلال اباد ښاروالۍ او UN-Habitat ادارې د مشرتابه او مسؤلینو مننه وکړه، چې د پوهنتون رغونې، پاکۍ او سرسبزۍ ته پاملرنه کوي. نوموړي له کاریګرو غوښتنه وکړه، چې ورسپارل شوی کار په پوره اخلاص سرته ورسوي او د پوهنتون په ښکلا او پاکۍ کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۵۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې (له شمېرو څخه تر بصیرته) سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

یاد سیمینار د جرمني هېواد د هېلمټ شمېډټ پوهنتون د الکترو مقناطیسي ساحو د څانګې د دوکتورا دورې افغان څېړونکي او ساینسپوه دوکتور محمد فرهاد ځاځي له خوا د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب سیالي ترسره شوه.

یاده سیالي د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت ددې پوهنتون په لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو څه دپاسه ۱۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي مرکزي کمېټې د دې کمېټې د مشر پوهندوی دوکتور همایون حامد په مشرۍ زراعت پوهنځي کې غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه په یو لړ فرهنګي او کلتوري. . .

BACK TO NEWS

User account menu