د ننګرهار پوهنتون د شهیدو شویو محصلینو د کورنیو غړو د یاد پوهنتون له مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۲:۱۶
picture

د یادې لیدنې پر مهال، چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د دې پوهنتون د رئیس سربېره په کې د اداري او مالي چارو مرستیال، یو شمېر منسوبینو او د شـهیدانو د کورنیو غړو حضور درلود، د شوې پېښې په څرنګوالي او د شهیدو شویو محصلینو په یاد او خاطراتو خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيخ انعام الله مدني د خپلو خبرو پر مهال د یادې پېښې په رامنځ ته کېدو خواشیني څرګنده کړه، د محصلینو کورنیو ته یې د دغه ستر غم له کبله تعزیت څرګند کړ او هغوی ته یې د صبر او استقامت سپارښتنه وکړه.

نوموړي علم او عمر بې بدیله نعمتونه یاد کړل، ټولنې لپاره د باسواده ځوانانو په اړتیا یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې محصلین باید د ملګرتیا اړیکو پاللو پر ځای زیاته پاملرنه خپلو زده کړو ته وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د یادو محصلینو مړینه د پوهنتون لپاره ستره ضایعه وبلله او د هغوی له کورنیو سره یې ځان په غم کې شریک یاد کړ.

د شـهیدانو محصلینو د کورنیو غړو په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت مقام او د ننګرهار  پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، منسوبینو او محصلینو مننه وکړه، چې د یادې پېښې له کبله یې دوی سره خواخوږي څرګنده کړه او د دوی کورونو ته ورغلل.

د غوندې په پای کې د مجلس د ګډونوالو له خوا شهیدو شویو محصلینو ته په جمعي شکل دعا وشوه.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې ثور میاشتې په ۳۰ مه نېټه د کابل ـــ جلال اباد پر لویه لار د سروبي ولسوالي په ساحه کې د ننګرهار پوهنتون څلور تنه محصلین په یوه ترافیکي پېښه کې شهیدان شول.

سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu