د ننګرهار پوهنتون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ کمېټې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې چې د پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شوه، د اداري او مالي چارو مرستیال، د دعوت او ارشاد او کارکوونکو چارو امریتونو مسؤلینو او د کمېټې غړو برخه لرله او پر مهال په بشپړه توګه د یاد قانون پلي کېدو باندې بحث وشو او مسؤلینو ته بېلابېلو برخو کې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تنفیذ په اهمیت او ګټو خبرې وکړې او د یاد قانون او د اسلامي امارت د مشرتابه د ټولو فرامینو په بشپړ تطبیق باندې یې ټینګار وکړ.
د غونډې پر مهال خصوصي پوهنتونونو کې د ذیروح انځورونو لمنځه وړلو، دفاترو کې پر فرشونو بوټونو او څپلیو سره د ګرځېدلو مخنیوي، د دعوت او ارشاد امریت له خوا دیني او اصلاحي درسونو ته د کارکوونکو منظم حضور، راتلونکې رمضان المبارک میاشت کې محصلینو ته د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر پیلولو او نورو موضوعاتو په هکله بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پلي کېدو لپاره به عملي او اغېزناکګامونه واخلي او همدارنګه به د دیني او اصلاحي درسونو حلقاتو ته د کارکوونکو حاضري وڅاري.
