د ننګرهار پوهنتون تقرر او انفکاک مجلس ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ ترسره شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۲۰
picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د  پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، اداري او مالي چارو، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د خپلې وینا پر مهال د مجلس غړو ته د استادانو تقرر او انفکاک پروسه کې د شفافیت او عدالت په پام کې نیولو سپارښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې پوهنتون کې به د وړ او ژمنو علمي کادرونو د ګمارنې او پرمختللو اکاډمیکو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.  

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي د مجلس د ګډونوالو سره په ګډه د اجنډا مطابق مسایلو په هکله بحثونه وکړل او د غونډې د برخه والو د نظریاتو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د پوهنتون اکاډمیکو، تدریسي او نورو چارو ښه والي په موخه لازمې پرېکړې وشوې.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان، کندز او بامیان پوهنتونونو سربېره د التقوی، روښان او مستقبل  خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو د تقرر ۳۵ او انفکاک۴ کیسونه مطرح او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu