د ننګرهار پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۱:۵۰
picture

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه د یو کال لپاره په علمي، تدریسي، څېړنو او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

یاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د تابش پوهنتون رئیس دوکتور خیرمحمد مومند له خوا د زمري په ۳مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې لاسلیک شو.

د تابش پوهنتون رئیس دوکتور خیرمحمد مومند ننګرهار پوهنتون په تاریخي او علمي لحاظ د هېواد دویم ستر پوهنتون یاد کړ او په تېر کې یې له خپلې تحصیلي موسسې سره ددې پوهنتون د مرستو او همکاریو یادونه وکړه.

نوموړي د مننې تر څنګ وویل: خوښ دی، چې له ننګرهار پوهنتون سره د همکارۍ او همغږۍ یو بل پړاو ته داخلېږي او په راتلونکې کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او د تابش پوهنتون مسؤلینو ته یې په اړوندو برخو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړي مجلس کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د تابش پوهنتون د علمي چارو مرستیال محب الله الله یار هم برخه لرله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۱۱
Background image

ننګرهار پوهنتون لپاره د برېښنا ځانګړی سیستم له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یاد سیستم په اساس د پوهنتون مرکزي کمپس د درونټې له برېښناکوټ سره د رهایشي کورونو څخه د جلا او مستقلو لینونو په واسطه وصل شو.

یاد سیستم د لیندۍ په ۱۳مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۲
Background image

ننګرهار پوهنتون مرکزي لیلیه کې د فلتر اوبو سیستم له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همدارنګه ددې پوهنتون په بېلابېلو موقعیتونو کې د ۵ بابه تشنابونو د جوړېدو چارو د پیل سربېره د ننګرهار پوهنتون او نورو خصوصي پوهنتونونو ۳۰ تنو بې وزله محصلینو ته کمپیوټرونه، قرطاسیه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر او انفکاک مجلسونه ترسره شول.

په یادو کاري ناستو کې، چې د لیندۍ په ۵مه نېټه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او ځینو اداري امرینو. . .

BACK TO NEWS