د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۴۷
pic

یاد مجلس، چې د روانې ثور میاشتې په ۱۰ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شو او ددې پوهنتون د رئیس او مرستیالانو سربېره په کې د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو برخه لرله، پر مهال یې د پوهنتون اړوند پر بېلابېلو اداري، مالي او تدارکاتي مسایلو، پوهنځیو ستونزو حل، د وزارت مقام رهبري شورا پرېکړو او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د کندهار پوهنتون په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون له خوا دایر شوي اسلامي ثقافت کنفرانس د بریالي ترسراوي او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د نصاب بیا کتنې، اصلاح او استادانو او محصلینو حاضرۍ اړوند یې د وزارت د مشرتابه سپارښتنې د پوهنځيو مسؤلینو سره شریکې کړې.
د غونډې پر مهال د تېر اداري مجلس د پرېکړو په تعقیب د ترسره شويو اجرااتو راپور د اداري چارو مرستیال حافظ ناکیم ځدران شریک کړ.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم ځدران د پوهنځیو رئیسانو سره په ګډه د اجنډا له مخې د مالي کمېټې تشکیل، مراتبو سلسلې مراعتول، د ډیپوګانو ترمیم او انتقال، انټرنټي ستونزو حل، د مصرف شوي کاغذ پلور، تېلو لپاره د ځانګړې ذخیرې جوړولو او نورو بېلابېلو موضوعاتو اړوند بحث او پرېکړې وکړې.
نوموړو سپارښتنه وکړه، چې د بشپړ اکاډمیک اعتبار ساتنې راتلونکې ارزونې لپاره چې په نږدې راتلونکي کې به پیل شي، اماده ګي ولري، چې د مجلس ګډونوالو د پوهنتون مشرتابه ته د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu