د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۸:۵۳
image

 

په یادو کاري ناستو کې، چې د لیندۍ په ۲۱مه نېټه د پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شوې، د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو، علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئیسانو او ځینو اداري امرینو په کې برخه لرله، د پوهنتون د اداري، د استادانو تقرر، انفکاک او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د پوهنځیو رئیسانو او د نورو اړوندو څانګو له مسؤلینو مننه وکړه، چې د نهايي سمستر ازموینې یې په ښه شفافه توګه مدیریت او تنظیم کړې.

نوموړي د مجلس برخوالو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د نوي سمستر د پیل لپاره دې ټول اړین تدابیر او چمتووالی ونیسي.

ورپسې د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د تېر اداري مجلس د پرېکړو له مخې د ترسره شویو اجرااتو ګزارش وړاندې کړ او د ټولو هغو مسؤلینو یې مننه وکړه، چې ورسپارل شوې چارې یې په خپل وخت سرته رسولي دي.

د پوهنځیو په کچه د فارغیدونکو محصلینو له خوا د فراغت غونډو جوړول، د نوي سمستر لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د سمستر د پیل په اوله اوونۍ کې نویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست او د پوهنتون ماحول سره د بلدتیا غونډو نیول، د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت ته د P.C.M پروګرام انتقال، داغمه اجناسو لیلام، د ننګرهار او نورستان پوهنتونونو د تقرر او انفکاک ۹ کیسونه او نور متفرقه اداري مسایل هغه څه وو، چې د مجلس پر مهال یې په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu