د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۸:۲۴
image

 

په یادو کاري مجلسونو کې، چې د پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستيال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او ځینو اداري امرینو په کې برخه لرله، د پوهنتون د اداري، تدریسي، د استادانو تقرر او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یو شمېر پوهنځیو او تدریسي روغتون له مسؤلینو، چې په تېره یوه میاشت کې یې په علمي او رغنیزه برخه کې لاسته راوړنې لرلې، مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې نور پوهنځي هم باید ورته نوښتونه او کړنې ترسره کړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت د مجلس ګډونوالو مسؤلینو ته په خپلو مربوطه ادارو کې د قوانینو، مقرراتو او د لوړو زده کړو وزارت د دستورونو د رعایتولو او عملي کولو سپارښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا د همکارۍ او اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د پوهنتون د داغمه اجناسو لیلام، د شپې پوهنځیو او ماسترۍ برنامو حق الزحمې، د پوهنتون د ونو او بوټو دوا پاشي کول، د پوهنتون د سرسبزو ساحو د بیا رغونې په اړه د سپین غر باختر د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو شرکت عرض پاڼه، د مالي او اداري چارو تنظیم او چټکوالی، د ننګرهار، لغمان او الفلاح پوهنتونونو د استادانو د تقرر ۵ کیسونه او یو لړ نور متفرقه مسایل د دواړو مجلسونو د بحث عمده مسایل وو، چې له بحث او پرېکړو وروسته د وروستیو اجرااتو په موخه اړوندو څانګو ته محول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu