د محصلانو چارو مرستیال د مرکزي لیلیې د پخلنځي او خوړنځي څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۳۹
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي د لیلیې د معاینې هیئت په ملتیا ددې پوهنتون د مرکزي لیلیې د پخلنځي او خوړنځي څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال نوموړي د پخلنځي د نظم او پاکۍ، خوراکي او سون توکو د کیفیت او وزنونو د څرنګوالي څخه څارنه وکړه او د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. 
نوموړي د لیلیې او پخلنځي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خوراکي توکي باید د تابلو سره سم په ښه کیفیت برابر او محصلینو ته توزیع شي او همدارنګه د پخلنځي، خوړنځي او د محصلینو د اوسېدو خونو پاکۍ او نظافت ته ځانګړې پاملرنه وشي، چې د اړوندو مسؤلینو له خوا ورته د اجرااتو ډاډ ورکړل شو. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu