د علمي چارو مرستیال د فارغېدونکو ماسترانو په دفاع غونډه کې ګډون وکړ.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۹
picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي هارتیکلچر څانګې ماسترۍ برنامې لومړۍ دورې فارغېدونکو محصلینو د تیزسونو په دفاع غونډه کې ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال ښاغلي ناصح غونډې ته په خپله وینا کې د محصلینو ترسره کړي څېړنیز فعالیتونه وستایل او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې د خپلو څېړنو پایلو ته تطبیقي جنبه ورکړي، تر څو کرنیز سکتور کې مثبت بدلون رامنځته او اړونده برخه کې شته ستونزې حل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د فوق لیسانس برنامو فارغېدونکي محصلین تر نورو زیات مسؤلیت لري، چې مختلفو علومو کې تحقیقات ترسره او د ټولنې اړتیاوو ته علمي او عملي حل لارې ولټوي.

د دفاع غونډو په سلسله کې نن ورځ عبید الله پتیال (د ګازرې په وده د عضوي او غیر عضوي سرې تاثیر) موضوع په اړه د خپل کړي تحقیق پایلې شریکې کړې، چې د ژوري هیئت له خوا یې مثبته ارزونه وشوه.

د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل طیب الله ذاهد، د هارتیکلچر څانګې ماسترۍ برنامې آمر پوهنوال دوکتور محمد اسماعیل سعادت او د کرنې پوهنځي استادانو هم حضور درلود.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu