د شپې پوهنځيو پروګرام مسؤلينو او محصلینو د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۸:۴۲
image

 

د ننګرهار پوهنتون د شپې پوهنځیو پروګرام مسؤلینو او د یادې دورې د محصلینو استازو په دوه جلا ناستو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او مرستیالانو سره ولیدل.

د مجلسونو پر مهال د شپې برنامې د ازموینو بهیر پر څرنګوالي، فیسونو تحویل، د محصلینو پر ستونزو او حل لارو او نورو متفرقه مسایلو بحث او خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې، شرعياتو، ژبو او ادبياتو، حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځيو کې د شپې پوهنځيو پروګرام لري، چې دم ګړۍ پکې نږدې دوه زره تنه محصلان په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu