د خصوصي پوهنتونونو د دعوت او ارشاد مسؤلینو او مبلغینو سره د چارو لا ښه والي په موخه غونډه وشوه.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۱۲
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په هدایت د دې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجاز الحق زَلِف په ننګرهار کې مېشتو د بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو د دعوت او ارشاد مسؤلینو او مبلغینو سره غونډه وکړه او هغوی سره یې د لوړو مقاماتو لارښوونې او سپارښتنې شریکې کړې.
یاده غونډه چې په امیر علي شېر نوايي پوهنتون کې ترتیب شوې وه، پر مهال یې د دندو لایحو او ټاکلو اصولو له مخې اداري کارونو په وخت ترسراوي، درسي حلقاتو ته پاملرنې زیاتوالي، محصلینو ته د افتخاري شیوخ کرامو په مرسته دیني او علمي سيمینارونو برابرولو، د ذیروح انځورونو لمنځه وړلو، دفترونو کې په پرتو فرشونو بوټونو او څپلیو سره د ګرځېدلو مخنیوي، دیني او اصلاحي درسونو کې د کارکوونکو او محصلینو پراخه حضور، د امربالمعروف ریاست محتسبینو سره په چارو کې همغږۍ او یو شمېر نورو مسایلو او موضوعاتو په هکله بحث وشو او په اړه یې پرېکړې وشوې.
په پای کې د غونډې ګډونوالو په یادو برخو کې د لازمو اجرااتو ترسره کولو ډاډ ورکړ او همدارنګه یې خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د قربانۍ مسایلو په هکله سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قربانۍ احکامو او شرعي مسایلو په هکله معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu