د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د شپې برنامې نوی آمر د یاد پوهنځي استادانو او منسوبینو ته وروپېژندل شو

nu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۸:۵۷
image

 

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل بلال بدلون د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د یاد پوهنځي د شپې برنامې د نوي آمر په توګه د نوموړي پوهنځي استادانو او منسوبینو ته وروپېژندل شو.

په یاده پېژندغونډه کې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه سربېره د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهندوی رفیع الله عطاء او د یاد پوهنځي یو شمېر استادانو او اداري کارکوونکو حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال پوهنمل بلال بدلون وړ علمي کادر یاد کړ، چې په وینا یې، د تدریس تر څنګ په اداري برخه کې هم کافي پوهه او تجربه لري، چې په ټاکل کېدو سره به یې د شپې برنامې چارې لا زیاتې ښې او منظمې شي.

پوهاند بهسودوال د مخکېني آمر پوهنیار عدالت مومند د هلو ځلو ستاینه وکړه او نوموړي ته یې د لوی خدای (جله جلاله) له درباره د اجر غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu