د جلال آباد ښاروالۍ او د غصب څخه د مخنیوي تخنیکي کمېسون له لوري د مولانا قیام الدین خادم ښارګوټی رسماً د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو او استادانو ته وسپارل شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۱:۴۰
image

 

د ننګرهار پوهنتون د استادانو یاد ښارګوټی د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اتمې ناحیې په بحراباد سیمه کې موقعیت لري، چې د جوړېدو چارې یې له څه مودې راهیسې ځنډېدلې وې، چې د قانوني اسنادو د بررسۍ او کتنې وروسته یو ځل بیا په رسمي توګه ددې پوهنتون استادانو ته وسپارل شو.

په همدې موخه په یاد ښارګوټي کې مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د جلال آباد ښاروالۍ مسؤلینو، غصب څخه د مخنیوي کمېسون غړو او د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د جلال اباد ښاروال او د غصب څخه د مخنیوي کمېسون له غړو مننه وکړه، چې د دې ښارګوټي په راګرځولو او قانوني مراحلو طی کولو کې یې ورسره همکاري وکړه.

نوموړي اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون نویو مقرر شویو استادانو او همدارنګه اداري او خدماتي کارکوونکو ته دې هم یوه یوه نمره ځمکه د پوهنتون په انکشافي ځمکه کې د کور جوړولو لپاره ورکړل شي.

د استادانو ښارګوتي کمېسون مشر پوهاند احمد ګل واثق د یاد ښارګوټي او ددې ښارګوټي او همدارنګه د پوهنتون نورو ځمکو ته د غصب ګواښونو او همدارنګه د استملاک ستونزو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.

جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند او د غصب څخه د مخنیوي کمېسون مسؤل مولوي محمد فاروق انصاري د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې د پوهنتون مسؤلینو او استادانو ته ډاډ ورکړ، چې د غصب شویو ځمکو په راګرځولو او همدارنګه ددې ښارګوټي د سرکونو، ویالو، کانالیزیسون او نورو اړوندو چارو په ترسراوي کې لازمې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu