د امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۲۶
picture

ننګرهار پوهنتون کې د امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې رئیس او اداري او مالي چارو مرستیال د ننګرهار پوهنتون مشرتابه غړو سره غونډه وکړه او دواړو لوریو د جهادي او خصوصي مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو د فاضلانو راتلونکې کلنۍ ازموینې په اړه خبرې او بحثونه وکړل.

د غونډې پر مهال  د امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې رئیس ابــوالاسد الشهيد مُفتي حـزب الله الــحقـاني او د یادې جامعې د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي محمد حسن نعماني د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي سره په خبرو کې د منظمې او شفافې ازموینې اخیستلو او فاضلانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په اړه مشورې او نظریات شریک کړل.

په یاد مجلس کې د دواړو نهادونو مسؤلینو له خوا د راتلونکې ازموینې د علمي، اداري او تخنیکي چارو پر وخت ترسراوي لپاره مدیره هیئت وټاکل شو.

په پای کې د ننګرهار پوهنتون او امام ابو حنیفه (رحمه الله) تخصصاتو دیني جامعې مشرانو راتلونکې کې د پیاوړو متقابلو همکاریو ترسره کولو ژمنه وکړه.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu