د ازموینو ملي ادارې پلاوي د ننګرهار پوهنتون له رئیس سره ولیدل

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۰:۲
image

 

د ننګرهار ولایت د ښوونکو او اداري بستونو د ډله ییزې ازموینې اخیستلو په موخه د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر پوهاند عبدالاحد مسلم د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي، د ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسون رئیس پوهنیار هجرت الله اختیار او د پوهنتون ځینو آمرینو او اداري کارکوونکو هم برخه لرله، دواړو لورو په راڼه او شفاف ډول د ازموینې اخیستلو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

پوهاند مسلم د کانکور د کارتونو توزیع، بايومتريک او ازموینې پروسې په اړه د پوهنتون رئيس ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د يادې پروسې د ښه ترسراوي لپاره له مرکز نه ۲۳ کسيز ټيم ننګرهار پوهنتون ته راغلى.

نوموړي په اړونده برخه کې د پوهنتون د مشرتابه څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل: د ښوونکو او اداري کارکوونکو کانکور پروسې د ښې او رڼې اخيستنې لپاره به د ننګرهار پوهنتون اداره، استادان او ټول منسوبين نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او هيچاته به ددې اجازه ورنکړي، چې په بې ځايه مداخلې دا پروسه داغداره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu