دوترنري علومو پوهنځي بروشر
دوترنري علومو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون اکاډيميکه برخه تشکيلوي چه په ۱۳۷۲کال کي د شپږو څانګو په نظر کي نیولو سره تاسيس شوی چه ددي جملي څخه پاراکلينيک ،پري کلينک ، کلینیک او حیواني تولیداتو څانګي فعالې دي او د غذایی موادو حفظ الصحه او تکنالوژی یوه څانګه پیشنهاد شوی په راتلونکې کی به د وترنری توسعی څانګه هم د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام ته پیشنهاد شي . د زده کړي دوره یی پنځه کاله ده چي مضامين يي د پوهنځي د خاصو غوښتنو او اهدافو په اساس د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو له مخي په نظري او عملي توګه تدريس کيږي.د مضامينو عملي تدريس په عمومي توګه د پوهنځي په لابراتوارونو، د پوهنځي د څارويو په کلينيک ، د زراعت او مالداري رياست پوري اړوند د جلا ل اباد په مرکزي حيواني کلينيک کي ترسره کيږي .محصلان په برياليتوب سره د پنځه کلن تحصيل د سرته رسولو وروسته د وترنر ډاکټر په صفت د DVM په سويه ټولني ته د خدمت لپاره ورپيژندل کيږي .
د وترنري علومو پوهنځی په خپل علمي چوکاټ کی د فعالیتونو د بهبود او پراختیا په موخه یو شمیر کمیټی لري چې په مسلکي کادرونو سنبال دی. همدارنګه د وترنري علومو پوهنځي نوي ستراتيژيک پلان دزيربنايي خدماتو، بشري منابعو او نوو اکاديميکو پرمختګونو په اساس باندي ولاړ دی چې د وترنري په ساحه کې د معياری زده کړو او تحقيقاتو پواسطه مسلکي کادرونه روزی د هغوی پواسطه د حيواناتو روزنه، د ناروغيو تشخيص او درملنه ترسره کوي تر څو د حيوانی او انسانی ساري ناروغيو څخه مخنيوی وشی، د باکيفيته حيوانی توليداتو حفظ الصحه، پروسس او جامعی ته د لوړ کيفيت لرونکې غذايي موادو په تهيه کولو او د مالدارنو اقتصاد په لوړولو کې مهمه ونډه اخلی.
ليد لوری (Vision)
د وترنري په ساحه کې معياری زده کړی، څيړنی، د ناروغيو تشخيص، درملنه، مخنيوی، انسانی او حيوانی صحت ، جامعی ته د باکيفيته حيوانی غذايي موادو تهيه او لوړ اقتصاد.
ماموريت (Mission)
د وترنري په ساحه کې د معياری زده کړو او تحقيقاتو پواسطه د مسلکي کادرونو روزل د هغوی پواسطه د حيواناتو روزنه، د ناروغيو تشخيص او درملنه کول تر څو د حيوانی او انسانی ساري ناروغيو څخه مخنيوی وشی، د باکيفيته حيواني توليداتو حفظ الصحه، پروسس او جامعي ته د لوړ کيفيت لرونکې غذايي موادو تهيه کول او د مالدارنو اقتصاد لوړول دی.
د پوهنځي علمي کادرونه
وترنري علوموپوهنځي ۲۰ کادری استادان لری چي علمي رتبی او تحصيلي درجی يي په لاندي ډول دي :
تحصيلي رتبه |
تعداد |
دوکتورا |
۴ |
دوکتورا |
۴ جریان |
ماسټر |
۱۴ |
DVM |
۳ |
علمي رتبه |
تعداد |
پوهاند |
۳ |
پوهنوال |
۴ |
پوهندوي |
۴ |
پوهنمل |
۶ |
پوهنيار |
۳ |
د پورته ۲۰ استادانو له جملې څخه ۴تنه په دوکتورا د هيواد څخه بهر بوخت دی. د وترنري علومو پوهنځي استادان د افغانستان په سطحه په څيړنو ، علمي مقالو او نورو برخو کې جايزی تر لاسه کړی او اکثريت يي لومړی مقام خپل کړی..
تد ريسي عمومي مديريت
د وترنري علومو پوهنځي په خپل تدريسی مديريتی تشکيل کې ۶ تنه غړي لري چې بست او تحصلی درجه يي په لاندی جدول کې ښودل شوی.
بست |
تعداد |
تحصيلي رتبه |
تدريسی عمومی مدير |
۱ |
ليسانس |
اجرايه مدير |
۱ |
ليسانس |
لابرانت |
۲ |
ليسانس |
کارګر |
۲ |
. |
د وترنري علومو پوهنځي په پنځو صنفونوکي ۵۱۴ تنه محصلين په زده کړه بوخت دي چي ددي له جملي څخه ۲ تنه اناث ۵۱۲ تنه ذکور دي، په اخری دوه سمسترونو کې محصلين د ټولنې او اکاډيميکو ضرورتونو په نظر کې نيولو سره د رهنما استاد تر لارښونې لاندی علمی څيړني ترسره کوی او تيزس ليکې چې ټولنې ته د مسلکی او په څيړنو سمبال د DVM په درجه وړاندی کيږی چې په تيرو کلونو کې د افغانستان په سطحه په اکاډيميکو بستونو او نورو مهمو پوستونو کې جذب او خدمت يي ټولنې ته ښکاره دی ، په ۲۱ دورو کي يي ۹۵۴ محصلين د DVM په درجه فارغ کړيدي چې ۸ تنه ښځینه محصلینې او ۹۴۶ تنه يې ذکور محصلین دي.
د پوهنځي کمېټې
- تظمين کيفيت کمېټه
- درسي نصاب کمېټه
- علمي څيړنو کمېټه
- پلان او پاليسي کمېټه
- ازموينو او شکاياتو کمېټه
- بريښنايي زده کړو کمېټه
- فرهنګې کمېټه
- چاپيريال ساتنې کمېټه
- محصلينو د نظم او دسپلين کميټه
- دعوت ارشاد کمیټه
- نظم او ډسپلين کمېټه
اداره او د هغې صلاحيتونه
د پوهنځي د اداري په رأس کي رئيس شامل دي چي اهدافو ته د رسيدو لپاره د اسانتياوو په برابرولو کي مرسته کوي او د پوهنځي اداره د تدريس ، تحقيق او نوري خدماتي چاري تر خپلي وسي پوري تشويقوي.او مناسب تحصيلي فرصتونه د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي په شرايطو پوره اشخاصو ته برابروي . د پوهنځي رئيس نه يواځي داچي دپوهنځي پوري اړوند چارو په ترسره کولو کي مصروف دي بلکي دنړۍ دنورو پوهنتونونو، دوترنري کالجونو همدار نګه د هيواد په داخل کې د دولټی او خصوصی پوهنتونونو ، د مسلک اړونده رياستونو او امريتونو سره ددي پوهنځي د علمي او څيړنيزو اړيکوپه ټينګولو کي مهمه ونډه اخلي.
دټولنې په چارو کې ونډه اخستل
د وترنري علومو پوهنځي اهداف د جامعي په امورو او انکشاف کي پوره سهم لري .پوهنځي يو حيواني کلينيک لري چي د مالدارانو په خدمت کي دي همدارنګه يو تحقيقاتی فارم او دری لابراتوارونه لری چې د استادانو او محصلينو په عملی کارونو او علمی څيړنو کې مرسته کوې، همدارنګه د پوهنځي مسلکي غړي د جامعي د امورو د ښه والي او انکشاف په خاطر مالدارانو سره په ارتباط کي دي د هغوي د ناروغه حيواناتو تداوي او د مالدارۍ د پرمختګ په خاطر هغوي ته لازمي مشوري ورکوي او د مشکلاتو د حل لپاره څيړنې ترسره کوی ،د پوهنځي يو تعداد علمي کادرونه په تحقيق بوخت دي او يوتعداد نور غړي د پوهنځي په داخل کي دداسي خدماتو په وړاندي کولو بوخت دي چي په اجتماعي او ملي انکشاف باندی موثر رول لري .
ملاتړ کوونکي
د مرکزي حکومت، ولايتي اداره او شخصي تمويل کوونکو څخه د بوديجي لاسته راوړنه.
وترنري علومو پوهنځي د فارغو محصيلينو سره رابطه او د هغوي څخه مالي حمايه په ځينو برخو کې ترلاسه کوی.
په پوهنتوني سطحه تمويل کوونکي
رسمي او مشاوره مرستندويه اداري
په محلي او ملي سطحه تمويل کوونکي
۱. ولايتي اداره ۲. د افغانستان د وترنرانو اتحاديه ۳. مرکزي حکومت ۴. لوي مرکزي اداري ۵ . مسلکي اداري.
په بين المللي سطحه تمويل کوونکي
۱.FAO ۲. UNDP ۳.RELIEF ۴.JICA ۵.DCA ۶.USAID ۷.DACAAR ۸.
MADEERA ۹.ICARDA ۱۰. USWDP ۱۱. HEDP ۱۲. PDC او داسي نور.
د وترنري علومو پوهنځي د مختلفو پوهنتونو سره ملګرتيا لری او ځينو پوهنتونونو سره په اکاډيميکه برخه کې مرسته کوې چې د دی جملی څخه د خوست پوهنتون،پکتيا پوهنتون او هلمند پوهنتون د وترنري پوهنځي د یادونی وړ دي.