د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۷:۳۳
image

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د پوهنتون د اړوندو پوهنځيو رئيسانو، استادانو، د استادانو چارو او تضمین کیفیت داخلي واحد امرینو په کې برخه لرله، د ننګرهار او ځینو نورو پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو، تقرر، رتبې تثبیت او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د مجلس پرانیسته د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په وینا وشوه؛ نوموړي په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون د ریاست مقام د ترسره کړیو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د مجلس له غړو سره شریک کړ.

پوهاند بهسودوال وویل: د ننګرهار پوهنتون د فارغو محصلانو ټولنې رسمي پرانیسته، د اقتصاد پوهنځي ودانۍ د چارو پشپړتیا او پرانیسته، د مرکز څخه د راغلي هیئت سره په ګډه د حقوقو او شرعیاتو د نیمه کاره ودانیو د شوي کار سنجش او د پاتې کارونو د پیل لپاره زمینه سازي، د پښتو ژبې او ادب ستوري ارواښاد قیام الدین خادم د ویبسایټ پرانیسته، د ولایت مقام سره په ګډه د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې نمانځه، د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو د تدریسي او اجرائیه مدیرانو لپاره د HEMIS او د سپین غر لوړو زده کړو خصوصي موسسې استادانو ته د (OBE-SCL) ورکشاپونو دایرول او ځینې نور فعالیتونه هغه څه دي، چې په تېره یوه میاشت کې ترسره شوي.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي د HEMIS سیستم د تطبیق، د پوهنځیو د لابراتوارونو تجهیز او ځینو نورو علمي مسایلو په اړه د مجلس غړو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

د مجلس په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون سربېره د لغمان، نورستان، لوګر او البیروني پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۸، د رتبې تثبیت ۱ او د تقرر او انفکاک ۱۵ کیسونو، د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې د شپې برنامې د بیا احیا، د طب او کرنې پوهنځیو د انلاین کورسونو ثبت، د قرنطین د احتمالي غځېدو او د تدریسي چارو په اړه د لوړو زده کړو وزارت له خوا د راغلي مکتوب، په ځینو پوهنځیو کې د قراردادي استادانو د تقرر او يو شمېر نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره پای ته ورسېده.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د رمضان المبارک میاشتې په لړ کې د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو او د لابراتوارونو مسؤلینو ته د لابراتواري کړنو او اصولو پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د دې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت جوړ شوی و، چې موخه ترې د لابراتوار په برخه کې د مسلکي مهارتونو لوړول، ټاکلو اصولو زده کړه، علمي څېړنو لپاره د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د یو سيمینار پر مهال د اعتکاف، قدر شپې او سرسایې په هکله معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu