د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (په امارتي دفاترو کې جزايي دعوا ته د رسېدنې عملي پروسه) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو.
یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تعقیب او ګرفتارۍ عمومي مدیر له خوا د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو ګڼو محصلینو ته وړاندې شو.
د سيمینار پرانیستې وینا کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي د جزايي دعوا د عملي پروسې پر اهمیت ټینګار وکړ، دا یې د محصلینو مسلکي ودې لپاره مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې دا ډول علمي پروګرامونه د قانون حاکمیت پیاوړتیا او د جرمونو کنترول برخه کې اغېزناک رول لري.
د سيمینار وړاندې کوونکي قاري محمد محمدي د موضوع ارایې پر مهال د جزايي دوسیو پېژندنې، جوړېدو مراحلو، تحقیق او استنطاق، د یادې پروسې پرمخ وړلو عملي طریقو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث وکړ او د محصلینو پوښتنې یې ځواب کړې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
