د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلینو له نورو بې وزله محصلینو سره د جامو مرسته وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۲۵
picture

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو هغو محصلینو، چې د محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت سره هر اړخیزه همکاري لري او د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین په برنامه کې کار کوي، د خپلو معاشونو په یوه اندازه پیسو (۴۱)‍ اړمنو محصلینو ته د اختر جامې واخیستې او په دې توګه یې د هغوی لاسنیوی وکړ.

د مرسته کوونکو محصلینو په وینا، له یادې مرستې یې هدف د ورورولۍ او همدردۍ اړیکو پیاوړتیا، د بې وزله محصلینو لاسنیوی او د نورو پوهنتونونو محصلینو ته د یاد ټولنیز مکلفیت د اداینې پیغام لېږدول دي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د مرستې د توزیع پر مهال د مرسته کوونکو محصلینو احساس وستایه، دا ډول خیریه کارونه یې د محصلینو تر منځ د اخوت او نږدېوالي لپاره مهم اقدام یاد کړ او هغوی یې وهڅول، چې د خپلمنځي یووالي لپاره د همکارۍ دا ډول روحیه او فعالیتونه جاري وساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ۴۳ څېړنو پایلې نندارې ته وړاندې شوې.

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او ارواپوهنې او پیداګوژۍ څانګو ۴۳ تنو محصلینو د خپلو مسلکونو اړوند د ترسره کړیو څېړنیزو پروژو پایلې د پوسټر نندارتون له لارې ګډونوالو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه. . .

BACK TO NEWS

User account menu