د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته اداري فساد سره د مبارزې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۵
انځور

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د اداري فساد مخنیوي، ورځینو چارو لا روڼتیا او د یوې سالمې، ځواب ‌ویونکې او شفافې اداري فضا تأمین په موخه د (اداري فساد سره مبارزه) تر سرلیک لاندې سيمینار ارایه شو.

دغه سيمینار چې د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنیار مولوي محمودالحسن دیوبندي له خوا د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر په حضور کې وړاندې شو، په کې د پوهنتون آمرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو برخه لرله.

محترم استاد دیوبندي د موضوع ارایې پر مهال د فساد پېژندنه، د فساد صورتونه، اشکال، زیانونه، اسباب او وسایل، د اسلام په رڼا کې فساد سره مبارزه، د نبوي سیرت او خلافت راشده له مخې اداري فساد سره د مبارزې نمونې او مربوطه نور مسایل د مثالونو په ورکولو سره په تفصیلي توګه تشریح او بیان کړل.

په سيمینار کې ټینګار وشو، چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه، د قوانینو او اصولو عملي کول، په چارو کې صداقت او امانتداري او د بیت‌المال ساتنه د حکومتي نظام په استحکام او اداري چارو سمون کې مهم رول لري او رعایت یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

په پای کې د موضوع په تړاو د کارمندانو پوښتنې هم ځواب شوې.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu