د داوطلبۍ خبرتيا!

nu_admin
picture

Event dates

Event dates -

د ننګرهار پوهنتون  رياست له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې دننګرهار پوهنتون دزراعت او وترنري علومو پوهنځيو د تحقيقاتي فارمونو لپاه د ضرورت وړ لوازمو  د داو طلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د تدارکاتو آمريت څخه دې د شرطپاڼې يو نقل کاپي ترلاسه کړي.

د اعلان د نشر څخه (۱۰) کاري ورځې وروسته دې خپل آفر د شرطنامې د شرايطو ، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل له مخې مهر او بند(سربسته) د تدارکاتو آمريت، ننګرهار پوهنتون، کابل جلال اباد عمومي سرک اوومه ناحيه، جلال اباد، افغانستان موقعيت لري وسپاري ، هغه آفر چې ناوخته راورسېږي يا د انټرنټ له لارې استول شوی وي نه منل کېږي.

د آفر پرانستې (افر ګشايي ) مجلس به د اعلان دنشر څخه وروسته په (۱۱) کاري ورځ د سهار په (۱۰) بجو د ننګرهار پوهنتون رياست مقام کې دا ئيرېږي.

User account menu