ننګرهار پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۹
Picture

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پروسې په تازه درجه بندۍ کې د ننګرهار پوهنتون لومړي مقام اخیستلو په ویاړ د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو څخه د جوړو شویو شپږو لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې د مسؤلینو په وینا ۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي، د محصلانو چارو آمر مولوي سعید الله عمري، د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ، محصلینو او د والیبال لوبې مینه والو ګډون کړی و.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلې وینا پر مهال سپورت او فزیکي فعالیتونه د جسمي او رواني روغتیا په برقرارۍ کې اړین وبلل او دا یې د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا او ورورګلوۍ فضا رامنځ ته کېدو لپاره مناسبه چاره یاده کړه.

نوموړي د یادو سیالیو د دایرېدو له کبله د سپورت او بدني روزنې امریت له مسؤلینو د مننې تر څنګ محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوبو پر مهال اسلامي او سپورتي اخلاق مراعت کړي او د لوبو تر څنګ ډېر تمرکز خپلو زده کړو ته وکړي، چې هغه یې اساسي هدف دی.

د پرانیستې له مراسمو څخه وروسته، د سعد بن ابي وقاص (رض) او خباب بن الأرت (رض) لوبډلې د سیالۍ ترسره کولو په موخه میدان ته ښکته شوې.

سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu