د ننګرهار پوهنتون ۳۶ تنه نوښتګر محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

nu_admin
Mon, Jun 03 2024 8:31 AM
Picture

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو ۳۶ تنه هغه محصلین، چې د چاپېریال ساتنې کمېټې په چوکاټ کې یې د پوهنتون د ښکلا، سرسبزۍ او بیا رغاونې کې فعاله ونډه اخیستې وه او ځینو یې د خپلو مسلکي او عملي زده کړو په برخه کې نوښتونه کړي وو، د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.

په همدې مناسبت د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت په نوښت د پوهنتون د غونډو تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د ننګرهار کانال رئیس، د پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې غړو او محصلینو په کې برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/ـیخ انعام الله مدني په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر ارزښت خبرې وکړې او محصلينو ته يې ددې ستر وياړ له امله، چې د پوهنتون د ادارې له خوا ستایل کېږي، مبارکي وويله.

نوموړي وویل: د پوهنتون اداره او استادان هڅه کوي، چې محصلینو ته د تدریس، عملي زده کړو او ټولنیزو خدمتونو ښې زمینې برابرې کړي، چې له نېکه مرغه د همدې هلو ځلو پایله ده، چې زمونږ محصلین د پوهنتون دننه او بهر ښې لاسته راوړنې لرلي او ځلېدلي دي.

ښاغلي مدني د چاپېریال ساتنې کمېټې د مشرتابه او غړو استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو د فعالیتونو ستاینه وکړه، چې په وینا یې، په هلو ځلو سره یې د پوهنتون فزیکي بڼې مثبت تغیر کړی.

د پوهنتون رئیس د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت مننه وکړه، چې د محصلینو د هڅونې په موخه یې یاده ستاینغونډه جوړه کړه. 

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمر قاري بشیراحمد احمدي د غونډې په موخو او اهدافو خبرې وکړې او د ستایل کېدونکو محصلینو په نوښتونو او فعالیتونو یې رڼا واچوله. 

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو له خوا محصلینو ته برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شول او د محصلینو له خوا د پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د چاپېریال ساتنې کمېټې مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي ته د ښو کړنو او خدمتونو د ترسراوي له امله د اعزاز پګړۍ پر سر شوې.

غونډه د ننګرهار کانال د رئیس مـ/ـولوي غلام رحمن کظیم په وینا او دعا سره پای ته ورسېده.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت
 

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS

User account menu