د ننګرهار پوهنتون د نوي پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړونې په موخه لومړنۍ کاري ناسته ترسره شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۸:۵۳
image

 

په یاده غونډه کې، چې وري په ۲۹مه د پوهنتون په ریاست مقام کې جوړه شوه، د دې پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او د پوهنتون د پلان او پاليسۍ کمېټې غړو برخه لرله.

د مجلس د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د تېر پنځه کلن ستراتېژیک پلان د تطبیق شویو او نه تطبیق شویو مواردو او د هغې د لاملونو په اړه د مجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

نوموړي ستراتېژیک پلان د ادارې د انکشاف او موخو ته د رسېدلو مهمه لار وبلله او زیاته یې کړه، دا چې د تېر پلان موده پای ته رسېدلې، اړینه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنتون نوی ستراتېژیک پلان جوړ کړو.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو او د مجلس ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د پلان جوړولو پر مهال د لوړو زده کړو وزارت ستراتېژیک پلان او همدارنګه د ټولنې عیني شرایط په پام کې ونیسي او یو داسې پلان ترتیب کړي، چې په عملي کولو یې لاسبري شو.

د غونډې په دویمه برخه کې د پوهنتون د پلان او پالېسۍ کمېټې مشر پوهنیار عبدالهادي زماني د یادې کمېټې د تېرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د پوهنتون مشرتابه او د مجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړل او هم یې د پوهنتون د ستراتېژیک پلان جوړولو په اړه د اجرااتو ډاډ ورکړ.

د مجلس په وروستۍ برخه کې ګډونوالو مسؤلینو او استادانو د ننګرهار پوهنتون د قوت او ضعف نقاطو، اسانتیاوو، فرصتونو، ستونزو او ننګونو د تحلیل په موخه ګروپي کار ترسره کړ او پایلې یې د پلان او پالیسۍ کمېټې ته وسپارلې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu