د کونړ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مخکېني رئیس او د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي څانګې استاد میر احمد حامد د اکاډمیکو خدمتونو قدردانی وشو

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۸:۴۸
image

 

په همدې مناسبت د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د یاد پوهنځي د رئیس او استادانو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي او د بېلابېلو پوهنځیو مسؤلینو او استادانو برخه لرله.

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د استاد حامد ترسره کړي خدمتونه وستايل او نوموړى يې پر هېواد او ولس مين شخصيت ياد کړ.

نوموړي وويل: نن ورځ مونږ او تاسې د داسې يو شخصيت په وياړ راټول شوي يو، چې څلور لسیزې يې د ننګرهار پوهنتون او نورو اکاډمیکو مرکزونو په چوکاټ کې د ولس او خاورې خدمت وکړ.

هغه زياته کړه: د ننګرهار او کونړ پوهنتونونو د علمي پرمختګ او اکاډميکو چارو د سمبالتيا په برخه کې د ښاغلي حامد هڅې او کوښښونه له هيچا پټ نه دي، مونږ يې قدردانى کوو او دا چې ښاغلی استاد اوس تقاعد ته سوق شو، نو په راتلونکې هم ترې د همکارۍ هیله لرو.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد عارف حازم او د عربي څانګې استاد پوهندوی سید غفور غفوري د غونډې نور ويناوال وو، چې د استاد حامد په ترسره کړیو علمي خدمتونو یې رڼا واچوله او د لوی خدای (ج) له درباره یې نوموړي ته د اجر او لا زیاتو بریاوو غوښتنه وکړه.

د کونړ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مخکېني رئیس او د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي څانګې متقاعد استاد میر احمد حامد د پوهنتون او ادبیاتو پوهنځي له مشرتابه مننه وکړه، چې د نوموړي هڅې يې وستايلې او ژمنه يې څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به هم د پوهنتون له ادارې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون او ادبیاتو پوهنځي مشرتابه ښاغلي حامد ته د ښه خدمت په وياړ د اعزاز پګړۍ پر سر کړه او په ستاينليکونو یې وویاړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu