د کرنې پوهنځي یو شمېر استادان او اداري کارکوونکي وستایل شول

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۹:۱۱
image

 

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي یو شمېر استادان او اداري کارکوونکي، چې د تضمین کیفیت پروسې او نورو برخو کې یې هلې ځلې کړې وې، د پوهنتون د رهبرۍ له خوا د ستاینلیکونو او ایوارډونو په ورکړې سره تقدیر شول.

په همدې اړه د کرنې په پوهنځي کې غونډه جوړه شوې وه، چې د یاد پوهنځي د رئیس او استادانو سربېره په کې د پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کرنې پوهنځي د مشرتابه او استادانو مننه وکړه، چې د پوهنځي علمي او تدریسي چارې یې معیاري کړي او د لاښه والي په اړه یې ورته سپارښتنې وکړې.

نوموړي وویل: هڅه کوو، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د اړوندو ادارو سره په تفاهم په نږدې راتلونکې کې د کرنې په پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام ایجاد او د یاد پوهنځي د څېړنیزو فارمونو د تجهیز او رغونې چارې پیل کړو.

د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور رشاد احمد شېرزاد د پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دوی د فعالیتونو او هلو ځلو قدردانی یې وکړ او زیاته یې کړه، چې تر ممکنه حده به د کرنې پوهنځي او په ټوله کې د ننګرهار پوهنتون د بهبود او ښه والي لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu