د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د قرآن کریم اعجاز، تلپاتې عظمت او پیغام) تر سرلیک لاندې دیني او علمي سیمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۸
انځور

یاد سیمینار د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام له خوا تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته د پوهنتون په جامع مسجد کې سلګونو تنو لیلیه محصلینو ته ارایه شو.
د سيمینار پر مهال د قرآن کریم پر مقام او منزلت، د هغه پر اعجاز، د نزول پر حکمت، د انسان په فکري، اخلاقي او معنوي روزنه کې يې پر نقش او د فردي او ټولنیز ژوند سمون لپاره د قرآن کريم پر لارښوونو خبرې وشوې.
د پوهنتون محترم رئیس د قرآن کریم زده کړې او تلاوت تر څنګ د معناوو پر درک، تدبر او په ورځني ژوند کې د قرآني لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې قرآن کریم د انسانانو لپاره د هدایت، عدالت، اخلاقو، علم او حکمت ابدي سرچینه ده.
په سيمینار کې همدارنګه د ځوان نسل په سالمه روزنه، د معاصرې نړۍ د فکري او اخلاقي ننګونو پر وړاندې د قرآني لارښوونو پر اهمیت او د اسلامي احکامو په ترویج او ساتنه کې د محصلینو پر مسؤلیتونو بحث وشو.
د سیمینار په پای کې محصلینو ته سپارښتنه وشوه، چې له قرآن کریم سره خپله اړیکه پیاوړې کړي، د هغه په معناوو، تفسیر او پیغامونو په کامله توګه ځانونه پوه کړي، تر نورو یې ورسوي او د قرآني لارښوونو په رڼا کې ژوند تېر کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سيمینار د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري محصلینو ته د اصلاحي غونډو په سلسله کې دایر شو، چې د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف هم په کې حضور درلود.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu