د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د دې پوهنتون د طب پوهنځي او تدريسي روغتون له مسؤلينو سره غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۵:۰
picture

د ننګرهار پوهنتون رئيس او مرستيالانو د طب پوهنځي او تدريسي روغتون له مسؤلينو او يو شمېر استادانو سره د چارو د لا ښه والي او موجوده ستونزو د حل په هدف غونډه وکړه چې پر مهال يې د يادو ادارو اړوند پر بېلابېلو مسايلو بحث او نظريات وړاندې شول.

د ننګرهار پوهنتون رئيس شــ/يخ انعام الله مدني د خپلو خبرو پر مهال په تدريسي روغتون کې د کارکوونکو په سوبتيا، ټاکلي وخت پورې دنده کې پاتې کېدو، نوکريوالۍ ته حاضرېدو او ټولو خارج بستر او داخل بستر ناروغانو ته پر وخت رسېدنې باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې ۲۴ ساعته خپل روغتيايي خدمات په معياري شکل جاري وساتي.

نوموړي دغه راز سپارښتنه وکړه، چې د يادو ادارو ستونزې پر وخت د پوهنتون له رهبرۍ سره شريکې کړي، چې د حل لپاره يې جدي اقدامات ترسره شي او په چارو کې د خنډ او ځنډ مخنيوی وشي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حافظ سيد محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې د طبابت مسلک پر تقدُس خبرې وکړې، د ډاکترانو مسؤليتونه او صلاحيتونه يې ډېر لوړ وګڼل او سپارښتنه يې وکړه، چې په کاري ساحه کې دې له هر ډول اړيکو پاللو ځانونه وساتي او قانون دې پر ټولو يو ډول پلی شي.

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي رئيس پوهنوال ډاکتر محمد عظيم عظيمي او د تدريسي روغتون رئيس پوهنوال ډاکتر همايون چهارديوال د خپلو خبرو پر مهال د خپلو چارو په وړاندې خنډونو، ستونزو او اړتياوو يادونه وکړه او د پوهنتون رهبرۍ ته يې د شويو سپارښتنو د پلي کولو ډاډ ورکړ.

د غونډې پای کې ټولو ګډونوالو د چارو د لا بهبود او معياري کېدو په موخه نظريات وړاندې کړل او د ستونزو د حل لپاره يې خپل پلانونه شريک کړل.

سرچينه : د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو آمريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu