ننګرهار پوهنتون کې د کتاب لوستنې دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳
PIC

یاد نندارتون د ننګرهار پوهنتون، جلال آباد ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت او د افغان بيسیم مخابراتي شرکت په مالي او تخنیکي مرسته ددې پوهنتون مخې ته په نوې جوړې شوې پلې لارې (پیاده رو) جوړ شوی، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

په همدې مناسبت د کب په ۱۶مه نېټه ننګرهار پوهنتون کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د دې پوهنتون د مشرتابه، استادانو او محصلانو سربېره په کې د جلال آباد ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور، افغان بیسیم مخابراتي شرکت او د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې او ښه راغلاست وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د کتاب لوستنې او مطالعې فرهنګ په دودولو او عامولو کې ددغه ډول نندارتونونو د جوړېدو په ارزښت خبرې وکړې او ګډونوال محصلین او ځوانان یې کتاب لوستنې او مطالعې ته راوبلل.

نوموړي د جلال آباد ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور او د افغان بيسیم مخابراتي شرکت له مسؤلینو مننه وکړه، چې د پوهنتون ادارې سره په ګډه یې یاده ګټوره برنامه جوړه کړه.

د جلال آباد ښاروالۍ مرستیال م/ولوي مؤمن حمید، د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري نورمحمد حنیف، د کډوالو چارو رئیس اکرام الدین مفتون، د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر عبیدالله شېرزاد، د اصنافو اتحادیې رئیس بازمحمد ځوانمل او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ننګرهار سیمه ییز دفتر مسؤل عطاءالله ساحل د غونډې نور ویناوال وو، چې په خپلو خبرو کې یې د یاد نندارتون په جوړېدلو خوښي وښوده او هغه یې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عامولو په برخه کې اغېزمن وباله.

د غونډې په پای کې د مشرانو او مسؤلینو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره نندارتون رسماً پیل شو، چې سلګونو تنو محصلینو او ځوانانو د بېلابېلو مسلکونو د اېښودل شویو کتابونو نه لیدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu