د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون د نسايي ولادي څانګې یو شمېر برخې د رغونې او تجهیز وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۹:۵۲
image

 

په یادو رغنیزو چارو کې دوه د عملیات خونې، یوه د تعقیم خونه، درې (ICU) خونې، یوه ریکوري خونه، یوه د نویو زېږېدلو کوچنیانو مراقبت خونه، ګل خانه او ځینې نورې برخې شاملې دي، چې د ICRC ادارې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په مالي مرسته په اساسي توګه د رغونې او په مجهزو طبي وسایلو له سمبالولو وروسته د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه له خوا رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یادو رغنیزو چارو په ترسراوي خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د نسايي ولادي څانګې پخوانۍ بڼه د کار او خدمت لپاره مناسبه او معیاري نه وه او د دې اړتیا لیدل کېده، چې بدلون په کې رامنځته شي.

نوموړي د یادې څانګې اوسنۍ بڼه د روغتیايي خدماتو په پراختیا، چټکوالي او معیاري کېدو لپاره مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې د یادو تغیراتو په رامنځته کېدو سره به نسايي ولادي ناروغانو ته پر وخت او لازمه رسېدنه وشي.

پوهاند بهسودوال د تدریسي روغتون د رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال او ورسره همکار طبي پرسونل څخه مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې د روغتون په ټولو څانګو کې مثبت تغیرات رامنځته شوي او په راتلونکې کې یې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ یادې رغنیزې چارې د نسايي ولادي څانګه کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي او د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د کمښت په برخه کې اړین او پر ځای ګام وباله.

هغه همدا راز وویل، د خپلو رغنیزو چارو د دوام تر څنګ به د تدریسي روغتون د روغتیايي خدماتو د عرضې او د محصلینو تدریسي بهیر برخه کې د پرتو خنډونو او ننګونو د هواري په موخه خپل کوششونه جاري وساتي.

د پرانیستې په یادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون او تدریسي روغتون د رئیسانو سربېره د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي، د طب پوهنځي مرستیال پوهنوال ډاکتر محب الله شینواري، د تدریسي روغتون مرستیال پوهنمل ډاکتر زلمي صاحبزاده، د فاطمه الزهرا روغتون آمر ډاکتر فضل الله سیرت، د نشتر د پښتورګو ملي روغتون سرطبیب ډاکتر واقف نیازي، د تدریسي روغتون د څانګو آمرینو، پوهاند صاحبانو او متخصصو ډاکترانو برخه اخیستې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu