ننګرهار پوهنتون کې د (Poster Presentation) تر سرلیک لاندې څېړنيز نندارتون جوړ شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۱:۵۸
image

 

په یاد نندارتون کې د وترنري علومو پوهنځي د وروستي کال د ۱۰۹ تنو محصلینو د هغو څېړنیزو پروژو پايلې نندارې ته وړاندې شوې، چې د عامې روغتيا، حيواني محصولاتو توليد، ساتنې، حفظ الصحې، حيواني صحت، د مالدارۍ اړوند چرګانو، شاتو مچیو، غواګانو، پسونو، وزو روزنې، فارمینګ منيجمينټ، د غذايي موادو انالايزيز، زونوټيک او نورو حيواني ساري ناروغيو د واقعاتو په اړه یې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړې وې.

د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، استادانو او محصلینو سربېره د ننګرهار د ولایتي ادارې مسؤلینو، د خصوصي پوهنتونونو او د کرنې او مالدارۍ اړوندو دولتي او خصوصي ادارو استازو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د نندارتون د پرانیستې وینا پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې د ننګرهار پوهنتون محصلين د نظري او تیوري زده کړو تر څنګ په عملي برخه کې هم لاسته راوړنې لري او نن ورځ د لسګونو څېړنو پايلې د ټولنې سره شریکوي.

نوموړي څېړنې د پوهنتونونو او علمي مرکزونو اساس وباله او زیاته یې کړه، چې پرته له څېړنو پوهنتونونه هيڅ معنى نه لري.

پوهاند بهسودوال د وترنري علومو پوهنځي له مشرتابه او استادانو مننه وکړه، چې د دوى د هڅو او زيار په پايله کې محصلين ددې جوګه شول، چې څېړنې او تحقيقات ترسره او پایلې یې نندارې ته وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د خپلې وینا په ترڅ کې د وترنري علومو پوهنځي یاد نوښت او ابتکار وستایه او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون د څېړنیز بهیر د پیاوړتیا لپاره به اړین ګامونه واخلي.

نوموړي د پوهنتون د نورو پوهنځیو او څانګو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ورته برنامې جوړې او د ټولنې اړتیاوو ته په کتلو څېړنې او تحقیقات ترسره کړي.

د وترنري علومو پوهنځي مرستیال پوهنمل محمد یونس وزیري او د ننګرهار پوهنتون د څېړنو کمېټې مسئول پوهنمل محمد ملیار رحماني د یاد نندارتون د ترسره شویو څېړنو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ، چې فارغېدونکي محصلین یې د DVM ډګرۍ لرلو تر څنګ ښه محققین او د عصري ټکنالوژۍ سره بلد کادرونه دي.

د محصلانو چارو مرستیال سید محمد قاسم هاشمي، د سپین غر لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال استاد محب الله الله یار، د پولټري ډاکټرانو د اتحادیې رئیس ډاکټر حسیب الله تره کی د غونډې نور ویناوال وو، چې ټولو په خپل وار د یاد نندارتون په دایرېدو خوښي وښوده او هغه یې د څېړنو پروسې په پیاوړتیا او دودولو کې اغېزمن وباله.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پټۍ په پرې کولو سره نندارتون رسماً پرانيستل شو، چې د پوهنتون مشرتابه، د بېلابېلو پوهنځيو استادانو، محصلینو او يو شمېر بهرنيو مېلمنو ترې ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو څخه په پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان او له حفظ حلقې څخه د فارغو محصلینو دستار بندي ترسره شوه.

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو له ګڼو محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او همدارنګه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu