د ننګرهار پوهنتون رئیس ددې پوهنتون د چاپېریال ساتنې، سرسبزۍ او رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۲:۱۳
iamge

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو او د کرنې پوهنځي د مسؤلینو او استادانو په ملتیا ددې پوهنتون د چاپېریال ساتنې، سرسبزۍ او رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د بېلابېلو پوهنځیو مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د چاپېریال د پاکۍ، نیالګیو کېنولو او زرغونتیا سپارښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز د اقتصاد پوهنځي د نوې جوړېدونکې ودانۍ چارې له نږدې ولیدې او د ودانیز شرکت مسؤلینو ته یې د پلان او نقشې سره سم پر وخت د کارونو د بشپړولو سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

BACK TO NEWS

User account menu