د ملي شورا د مشرانو جرګې ریاست مقام د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ څانګې آمر او استاد پوهنوال شمس الاسلام شمس صافي اکاډمیک خدمتونه تقدیر کړل.

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۰:۲۱
image

د ملي شورا د مشرانو جرګې ریاست مقام د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ څانګې آمر او استاد پوهنوال شمس الاسلام شمس صافي اکاډمیک خدمتونه تقدیر کړل.

د مشرانو جرګې له لوري رالېږل شوې تقدیرنامه نن ورځ د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي له خوا پوهنوال صافي ته وسپارل شوه.

د پوهنتون رئیس د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار مننه وکړه، چې همېشه یې د پوهنتون کادرونه ستایلي او تشویق کړي او ښاغلي صافي ته یې د مبارکۍ تر څنګ په راتلونکې کې د لا زیاتو بریاوو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

BACK TO NEWS

User account menu