د ننګرهار پوهنتون رئيس د شپې پوهنځيو پروګرام مسؤلينو سره غونډه وکړه

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۸:۵۳
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د محصلانو چارو مرستيال او د شپې برنامو آمر پوهندوى سيد اکرم هاشمي په ملتیا د دې پوهنتون د شپې پوهنځيو پروګرام مسؤلينو سره غونډه وکړه.

د غونډې پر مهال د شپې پروګرام مسؤلينو د خپلو فعاليتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل.

د ننګرهار پوهنتون رئيس د شپې پوهنځيو پروګرام د کيفيت ښه والي په موخه مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون نورو پوهنځیو ته د یاد پروګرام د غځولو او همدارنګه د شپې پوهنځیو د فیسونو د پنځوس سلنه تخفیف په اړه هم مسؤلینو ته معلومات ورکړل، چې په وینا یې، د شپې پوهنځیو د پراختیا او د محصلینو لپاره ښه زیری دی.

د يادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې، شرعياتو، ژبو او ادبياتو، حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځيو کې د شپې پوهنځيو پروګرام لري، چې دم ګړۍ پکې نږدې دوه زره تنه محصلان په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

BACK TO NEWS

User account menu