د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۲۰
PICTURE

د ننګرهار پوهنتون کیفیت لوړاوي کمېټې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنځیو کلنۍ او خودي ارزونو پایلو، د پوهنتون داخلي ارزونې ترسره کولو، نړیوالو ژورنالونو ته د استادانو او محصلینو لاسرسي او یو شمېر نورو مواردو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح غونډې ته په وینا کې د ارزونې پر اهمیت وغږېد او ټینګار یې وکړ، چې له ارزونې پرته د پرمختګ لپاره د اغېزناکو پلانونو جوړول، د نیمګړتیاوو اصلاح او مطلوبو پایلو ته رسېدنه ناشونې ده.

نوموړي سپارښتنه وکړه، چې ټول پوهنځي باید د کلنیو او خودي ارزونو پایلې د پوهنتون کیفیت لوړاوي داخلي واحد سره شریکې کړي، چې هغوی یې توحید او لوړو زده کړو محترم وزارت مقام ته واستوي.

د غونډې پر مهال د نوي فارمټ له مخې د خودي ارزونې ترسراوي، پوهنځیو کې د مربوطه اسنادو تنظیم، د فعالیتونو شواهد او اسناد جوړولو، اړونده برخه کې د عملي ګامونو اخیستو په اړه بحثونه ترسره او پرېکړه وشوه، چې راتلونکې یکشنبه او دوشنبه دې د پوهنتون اداري او مستقل امریتونه وارزول شي او راتلونکې ارزونې ته دې هم کامل چمتووالی ونیول شي.

د غونډې په پای کې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنمل حنیف الله باوري د پوهنتون د کیفیت لوړاوي داخلي واحد مسؤل په توګه وټاکل شو او د ښه خدمت او بریالي ماموریت ترسره کولو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu