د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ۴۳ څېړنو پایلې نندارې ته وړاندې شوې.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۶
picture

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او ارواپوهنې او پیداګوژۍ څانګو ۴۳ تنو محصلینو د خپلو مسلکونو اړوند د ترسره کړیو څېړنیزو پروژو پایلې د پوسټر نندارتون له لارې ګډونوالو سره شریکې کړې.

یاد څېړنیز نندارتون، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په انګړ کې جوړ شوی و، په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو، د پوهنځي مسؤلینو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهندوی محمد اسحاق شهیدزوی د نندارتون د پرانیستې وینا پر مهال د محصلینو څېړنیزو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل، یادې ساحوي څېړنې یې د موضوعاتو تنوع له پلوه ارزښتناکې او ټاکلو معیارونو په اساس ترسره شوې وبللې او زیاته یې کړه، هڅه کوي چې څېړنه محصلینو لپاره د درسي بهیر اساس وګرځوي او یاده برخه کې د سمې او معیاري روزنې لپاره ورته لازم او اړین سهولتونه برابر کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې وویل، د کتاب او تیورۍ تر څنګ په عملي میدان کې محصلینو ته مسلکي او تخصصي روزنه ورکول د پوهنتون له مهمو اهدافو څخه دی او ویې ویل، جوړ شوي نندارتون وښوده، چې زمونږ محصلین پراخ څېړنیز او ابتکاري مهارتونه او روښانه راتلونکی لري. 
 
نوموړي د پوهنځي له مسؤلینو او استادانو مننه وکړه، چې څېړونکو محصلینو ته یې لارښوونه کړې، هغوی سره یې زحمتونه ویستي او محصلین یې وستایل، چې د خپلو څېړنیزو پروژو پر مهال یې د پوهنتون له شته امکاناتو په ښه توګه استفاده کړې.  

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار تحقیقاتو برخه کې د استادانو او محصلینو په مسؤلیتونو خبرې وکړې او خوښي یې وښوه، چې د ننګرهار پوهنتون د استادانو او محصلینو څېړنیز فعالیتونه د هرې ورځې په تېرېدو پراختیا مومي.

نوموړي ورته نندارتونونه د پوهنتون علمي اعتبار پیاوړتیا لپاره مثمره وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې د پوهنتون څېړنیز مرکز لپاره اړین لابراتواري وسایل پیرل شوي او په فعالېدو سره به یې د استادانو او محصلینو د څېړنو لړۍ لا معیاري او چټکه شي.

په پاى کې محصلینو د خپلو څېړنو پایلې د پوسټر پریزنټېشن په شکل د غونډې له برخوالو سره شریکې او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu