د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر ـ انفکاک، نظم او دسپلین مجلسونه ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۱:۳۹
picture

یاد مجلسونه، چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شول او د پوهنتون د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو په کې برخه لرله، پر مهال یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو، د استادانو تقرر،  نظم او دسپلین کیسونو او یو لړ متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پرمهال مسؤلینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت مقام څخه یې د یو شمېر کادري بستونو، اجناسو خریدارۍ او د لیلیې د زړو بلاکونو د ترمیم منظورۍ په اړه معلومات ورکړل.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یادو مجلسونو ګډونوالو سره په ګډه د اجنډا له مخې د پوهنتون پر یو شمېر املاکي او تدارکاتي موضوعاتو، د راتلونکي کال لپاره دنوي تشکیل وړاندیز کولو، د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتیش د سپارښتنو عملي کولو او د کرنې پوهنځي محصلینو د څېړنیزو فعالیتونو لپاره د ساحې مشخصولو په اړه بحثونه وشول. 

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، بامیان، سلام او سپین غر پوهنتونونو د استادانو د تقرر ۲۴ کیسونو او د ننګرهار پوهنتون د نظم او دسپلین ۳ موضوعاتو په هکله بحث او لازمې پرېکړې وشوې. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu