د ننګرهار پوهنتون نویو استادانو ته د څېړنې مېتودولوژي، پروپوزل او تېزس لیکنې۴ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۱۸
picture

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او د څېړنو او علمي مجلو معاونیتونو له لوري د ټولو پوهنځیو هغو استادانو ته، چې نوی تقرر یې حاصل کړی، د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) کې پیل شو.
دا ورکشاپ به د نويو ګمارل شویو استادانو د څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا تر څنګ هغوی ته د څېړنې ترسره کولو اساسي قواعدو، د پروپوزل جوړولو تخنیکونو او تېزس لیکنې تګلارو په اړه زده کړه ورکړي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د پرانیستې وینا پر مهال دا ډول ورکشاپونه د علمي کادرونو د وړتیاوو په زیاتولو، څېړنیز او اکاډمیک پرمختګ کې ګټور وبلل.
نوموړي وویل: څېړنه او تحقیقاتي هڅې د پوهنتونونو اساس جوړوي او د  ننګرهار پوهنتون اداره به یاده برخه کې د استادانو د وړتیاوو لوړاوي لپاره هر راز علمي برنامې جوړې کړي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د خپلو خبرو پر مهال په ورکشاپ کې داستادانو له پراخه حضور مننه وکړه او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ورکشاپ مواد له نورو استادانو سره هم شریک کړي.
ددې ورکشاپ د تدریس چارې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور احمد فرید روان له لوري پرمخ وړل کیږي او پر مهال به یې د استادانو له خوا عملي کارونه هم ترسره شي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu