د ننګرهار پوهنتون په نوښت جوړ شوی اقليم بدلون نړيوال کنفرانس پای ته ورسېد.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۲۲:۸
Picture

ياد کنفرانس چې د سلواغې په ۲۱ نېټه پيل او درې ورځې يې دوام وکړ، د وروستۍ ورځې په مناسبت يې د ښېوې ولسوالۍ اړوند ناکامورا پارک کېيي مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئيس او مرستيالانو سربېره د لوړو زده کړو وزارت علمي معين، د ولايتي ادارې رئيسانو، د کوز کنړ ولسوالۍ مسؤلينو، د ناکامورا بنسټ غړو، کنفرانس ته رابلل شويو داخلي او بهرنيو څېړونکو، متخصصینو، د رسنيو استازو او د ننګرهار پوهنتون استادانو ګډون کړی و.

غونډې ته د وينا پر مهال د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه ياد کنفرانس د وخت اړتيا وبلله چې په غوره ترسراوي يې د خوښۍ څرګندونه وکړه او همدارنګه يې د کنفرانس د مسؤلينو او اړوندو همکارو ارګانونو هلې ځلې وستايلې.

نوموړي زياته کړه، چې د کنفرانس څخه ترلاسه شوې پايلې به د لوړو زده کړو وزارت له طريقه نورو وزارتونو او ادارو سره شريکې شي، تر څو د اقليم بدلون د منفي اغېزو د لمنځه وړلو په برخه کې عملي او ترېنه ګټه واخيستل شي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی احسان الله ناصح د لوړو زده وزارت له رهبرۍ څخه د ياد کنفرانس د دايرولو په برخه کې د ترسره کړيو همکاريو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت په خپلو علمي پلانونو او برنامو سره وکولی شول د هېواد پوهنتونونه خپل اصلي مسير ته راوګرځوي، چې ښه بېلګه يې په ننګرهار او نورو پوهنتونونو کې په ملي او نړيواله کچه د کنفرانسونو ترسره کول و.

نوموړي، کنفرانس ته د رابلل شويو داخلي او بهرنيو مېلمنو تر څنګ له ټولو ګډونوالو مننه وکړه، چې په خپل راتګ سره يې کنفرانس ته ښکلا ور وبخښله او هغه يې ارزښتمن کړ.

د غونډې پر مهال د اقليم په برخه د ډاکتر تيتسو ناکامورا د کړيو خدمتونو يادونه هم وشوه او کنفرانس ته راغلو مشرانو ناکامورا پارک کې د نيالګيو په کېنولو سره ملت ته پيغام ورکړ، چې د اقليمي ثبات لپاره نيالګي نهال او اوبه مديريت کړي.

د کنفرانس د درېيمې ورځې په پای کې مطبوعاتي غونډه جوړه شوه، چې راغلو بهرنيو مېلمنو پکې پر نړيوالو غږ وکړ، چې د اقليم بدلون په معضله کې افغانستان سره توپيري چلند پريږدي او د بشر پالنې له مخې افغانانو ته د مرستې لاسونه ورکړي.

يادو بهرنيو مېلمنو د خپلې مشاهدې له مخې ژمنه وکړه، چې د افغانستان د اوسني اقليمي وضعيت او د اقليم بدلون له منفي اغېزو څخه د دوی د متاثره چاپېريال په هکله به خپلو خلکو او د نړۍ هېوادونو ته د مرستې غوښتلو لابي وکړي.

په ياده مطبوعاتي غونډه کې د ننګرهار پوهنتون استاد او د کنفرانس د علمي بورد غړي پوهندوی دوکتور عصمت الله دُراني وويل، د اقليم بدلون نړيوال کنفرانس د پای ته رسېدو سره سم به د پاليسۍ او ستراتېژۍ جوړولو کمېټه د ۲۰ ورځو په لړ کې د ترلاسه شويو مقالو، معلوماتو او مشورو په اساس اغېزمنې پاليسۍ او طرحې جوړې او اړوندو مسؤلينو ته به وسپارل شي.

د اقليم بدلون ياد کنفرانس چې کتونکي يې د ننګرهار پوهنتون او په ټوله کې د هېواد لپاره ستره علمي لاسته راوړنه ګڼي، په مجموعي توګه په کې د مختلفو پوهنتونونو د استادانو او څېړونکو ۱۴۰ مقالې منل شوې وې، چې ۱۰۰ يې د کنفرانس په دويمه ورځ او ۴۰ يې نن د پوسټر پريزنټېشن په شکل وړاندې شوې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته ( په اسلامي تاریخ او تمدن کې د افغانانو ونډه ) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

په نوموړي علمي سیمینار کې، چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت په ابتکار جوړ شوی و، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلګونه تنو محصلینو برخه لرله.

یاد سیمینار د افغانستان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پروسې په تازه درجه بندۍ کې د ننګرهار پوهنتون لومړي مقام اخیستلو په ویاړ د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون او سلام پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه په علمي، تدریسي، څېړنو او نورو اکاډمیکو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

یـاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيـ/خ انعام. . .

BACK TO NEWS