د ننګرهار پوهنتون متقاعد استادان او اداري کارکوونکي وستایل شول.

sakhizada_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۳:۳۹
image

 

د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه له خوا ددې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو او څانګو د ۱۸ تنو استادانو او اداري او خدماتي کارکوونکو، چې سږ کال تقاعد ته سوق شوي وو، د اکاډمیکو خدمتونو قدردانی وشو.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون ریاست کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د بېلابېلو پوهنځیو، تدریسي روغتون او اداري څانګو مسؤلینو او استادانو په کې برخه لرله.

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په علمي، تدریسي او اداري برخو کې د متقاعدو استادانو او اداري او خدماتي کارکوونکو د ترسره کړیو خدمتونو یادونه او ستاینه وکړه.

نوموړي وويل: نن ورځ مونږ او تاسې د داسې شخصيتونو په وياړ راټول شوي يو، چې هر یو تن یې نږدې څلور لسیزې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د ولس او خاورې خدمت وکړ.

پوهاند بهسودوال زياته کړه: د ننګرهار پوهنتون د علمي پرمختګ او اکاډميکو چارو د سمبالتيا په برخه کې زمونږ د درنو استادانو هڅې او کوښښونه له هیچا پټ نه دي، مونږ يې قدردانى کوو او د لوی خدای (ج) له درباره درنو استادانو ته د اجر او د ښې روغتیا غوښتنه کوو.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال هم د متقاعدو استادانو او اداري کوونکو په ترسره کړیو خدمتونو رڼا واچوله او د ستاینې تر څنګ یې له هغوی څخه په راتلونکې کې هم د مرستې او علمي همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د متقاعدو استادانو په استازولۍ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې متقاعد استاد پوهنوال معروف شاه شینواري د پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې د دوی خدمتونه يې وستايل او ژمنه يې څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به هم د پوهنتون له ادارې او اړوندو څانګو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د غونډې په پاى کې د پوهنتون مشرتابه متقاعدو استادانو او اداري کارکوونکو ته د هغوی د خدمتونو د قدرداني په موخه ستاینلیکونه ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

BACK TO NEWS

User account menu