د ننګرهار پوهنتون له لوري میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې ته د تضمین کیفیت په برخه کې د پلان جوړونې انلاین یو ورځنی سيمینار وړاندې شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۲۱:۵۱
picture

یاد انلاین سيمینار د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل پوهنوال علي جان عادل له خوا د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې د تضمین کیفیت مسؤلینو ته وړاندې شو، چې پر مهال یې د تضمین کیفیت برخه کې د پلان جوړونې، معیارونو تطبیق، کیفیت ارزونې، تحصیلي برنامو پراختیا او د تضمین کیفیت پروسې مؤثریت زیاتوالي اړوند د پرېزنټېشن په شکل معلومات، تجربې او مشورې شریکې شوې.

د سيمینار د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د پوهنتونونو تر منځ د متقابلو علمي اړیکو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه د دویم ستر پوهنیز او اکاډمیک کانون په حیث د خپلو امکاناتو او علمي ظرفیتونو په لرلو سره د هېواد ټولو پوهنتونونو سره په بېلابېلو علمي او مسلکي برخو کې همکاریو ترسراوي او تجربو شریکولو ته ژمنتیا لري.

د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ د خپلو خبرو پر مهال په تېر کې له خپلې مؤسسې سره د ننګرهار پوهنتون له همکاریو او مشورو مننه وکړه او د تضمین کیفیت سربېره یې نورو برخو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون لخوا ورته ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu