د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو ته په خرګوش (سوۍ) د زرقیاتو د تطبیق او اغېزو معلومولو پروسه په عملي بڼه تشریح شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۱:۲۴
picture

یاده عملي چاره ددې پوهنځي استاد پوهاند سید قمبر علي حیدري په لارښوونه د فارمکولوژي څانګې د څلورم کال لومړي سمستر محصلینو لخوا ترسره شوه، چې پر مهال یې یو نارینه خرګوش (سوۍ) ته په بټوک عضله کې د انستېزیاوي دوایانو د تطبیق تخنیکونه او پروسیجر په عملي توګه وښودل شو.
له دې عملي تجربې څخه موخه د کټامین (Ketamine) په نوم انستېزیاوي دوا د کارولو طریقې زده کول او په حیواناتو کې یې د اغېزو مشاهده کول وو.
د دغه عملي کار په پایله کې، چې محصلینو د انستېزیا او زرق کولو ټول اصول او لارښوونې په سمه او منظمه توګه مراعت کړې، د یاد خرګوش سترګې خلاصې او بدن یې په عمومي توګه بې حسه شوی و.
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي رئیس پوهنوال محمد عظیم عظيمي د استاد پوهاند قمبر علي حیدري او فارمکولوژي څانګې استادانو څخه مننه وکړه، چې محصلینو ته یې د یاد پروسیجر عملي تجربه کولو فرصت برابر کړ.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د طب پوهنځي محصلینو ته د استادانو له لوري د عملي زده کړو په لړ کې پر حیواناتو او انساني ماډلونو تجربې او کلینیکي تمرینونه ترسره شوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو څخه په پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان او له حفظ حلقې څخه د فارغو محصلینو دستار بندي ترسره شوه.

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو له ګڼو محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او همدارنګه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu