د ننګرهار پوهنتون د نصاب مرکزي کمېټې ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۵۳
picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د ننګرهار پوهنتون د رئیس شیخ انعام الله مدني او علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح سربېره د کمېټې ټولو غړو حضور درلود.
د غونډې پر مهال د نصاب کمېټې د چارو ارزونه وشوه او د یو شمېر پوهنځیو په نصاب کې د شته ستونزو په اړه د بحث تر څنګ د نصاب بهبود، پیاوړتیا او تطبیق  په اړه لازمې مشورې او نظریات شریک شول.
د مجلس پر مهال د پوهنتون رهبرۍ غړو په خپلو خبرو کې وویل: د کمېټې نصاب باید د ټولنې اړتیاوو او د وخت غوښتنو ته په کتو سره جوړ او د هغې د تطبیق په برخه کې باید جدي هڅې ترسره شي.
د پوهنتون مشرتابه غړو د نصاب ښه والي او پلي کېدو اړوند د کمېټې هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د نصاب ښه والی د تدریسي بهیر په کیفیت او مؤثریت کې اساسي رول لوبوي.
د ننګرهار پوهنتون د نصاب کمېټې مشر پوهاند دوکتور نقیب الله ثاقب د یادو شویو مواردو په برخه کې د پوهنتون مشرتابه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د کیفیت لوړاوي په موخه د نصاب هرې برخې ته ځانګړي پلانونه لري، چې په تطبیق سره به یې نصاب کره او پیاوړی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

BACK TO NEWS

User account menu