د ننګرهار پوهنتون د ازموینو مرکزي کمېټې غړو د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۵:۱
image

 

په یاده کاري ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي هم په کې برخه لرله، د راتلونکو ازموینو لپاره د طرزالعمل جوړولو او د ازموینو پروسې د روڼتیا لپاره د اړینو تدابیرو نیولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د ازموینو د مرکزي کمېټې غړو د تېرو کړنو او فعالیتونو مننه وکړه، چې له امله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوي او د اصولو او مقرراتو سره سم یې د راتلونکو ازموینو د اخیستلو سپارښتنه وکړه.

نوموړو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د مجلس غړو ته لارښوونه وکړه، چې د ازموینو لپاره جوړ شوی طرزالعمل دې د پوهنځیو له مسؤلینو سره شریک او د بشپړ تطبیق څخه دې یې څارنه وکړي.

د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د کمېټې د غړو په مرسته به په منظمه توګه د ازموینو د اخیستلو بهیر څارنه وکړي او د کمېټې د کړنلارې سره سم به ازموینې واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د روان سمستر ازموینې به د لوړو زده کړو وزارت له خوا د رالېږل شوې طرحې او د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې سره سم د لیندۍ په ۵ مه نېټه پيل او د یادې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په یاد پوهنتون کې د څېړنيز مرکز ودانۍ د جوړېدو چارې له نږدې وليدې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس شــيخ انعام الله مدني په داسې حال کې، چې د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار قاضي خالد صداقت او د چاپېريال ساتنې کمېټې مشر پوهنوال سيد اکرم هاشمي يې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۲:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سيالۍ د وترنري علومو پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د ثور میاشتې په ۱۹ نېټه جوړ شوی ؤ او یوولس ورځې یې دوام وکړ، چې د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او فامیلیو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۲:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې به راتلونکې سه شنبه د جوزا په لومړۍ نېټه پيل او د یادې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو کړنلارې او د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې به ددې پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې د جوزا په لومړۍ نېټه پیل شي.
ازموینې د ټاکلي مهال وېش. . .

BACK TO NEWS

User account menu