د ننګرهار پوهنتون تدریسي او اجرائیه مديرانو ددې پوهنتون له مشرتابه سره نوبتي غونډه وکړه

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۲:۱۱
image

 

د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي سره د چارو د ښه والي او همغږۍ په موخه میاشتنۍ نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې د پوهنتون رهبرۍ د قانون، لوایحو او مقرراتو په رڼا کې په خپل وخت د چارو د ترسره کولو، مراجعینو سره د نېک چلند، فساد مخنیوي او اړوندو چارو د لاښه والي جدي سپارښتنې وکړې.

پوهاند بهسودوال د غونډې برخوالو ته هدایت وکړ، چې د پوهنتون په کچه په بېلابېلو برخو کې د څارنې د ټاکل شویو کمېټو سره لازمه همکاري وکړي.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د خپلې وینا پر مهال تدریسي او اجرائیه مدیران خپل منځي همغږۍ ته راوبلل او د محصلینو او فارغانو د چارو په برخه کې یې د جدي کار او پر وخت اجرااتو غوښتنه وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ کمېټې مشر او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنیار عبدالهادي زماني له خوا د لیسانس زده کړو مقررې پېژندنې او په یاده مقرره کې د رامنځته شویو تغیراتو په اړه پریزنټیشن وړاندې شو او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

BACK TO NEWS

User account menu