د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د دعوت او ارشاد مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون رئیس په مشرۍ د همغږۍ او روانو چارو لا ښه والي په موخه غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۳:۵۷
picture

یاده غونډه چې په کې د د دعوتي امورو په انسجام، لا ښه والي، ټاکلو اصولو په رڼا کې فعالیتونو ترسراوي او په کاري ساحه کې په احسنه طریقه له خلکو سره چلند او ورته مسایلو رسولو اړوند خبرې او بحثونه وشول، د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه.
غونډې ته په وینا کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د ټولو خصوصي پوهنتونونو د دعوت او ارشاد مسؤلینو ته هرکلی ووایه، د دعوت او ارشاد په اهمیت او ارزښت یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دا د ټولو ګډ مسؤلیت دی چې په تحصیلي او علمي مرکزونو کې دعوتي، اخلاقي او فکري فضا پیاوړې او محصلینو ته د زده کړې سالم چاپېریال برابر کړو.
قدرمن شیخ صاحب وویل، دعوتي فعالیتونه هغه مهال اغېزناک وي، چې د الله تعالی رضا لپاره د ټاکلو اصولو پر بنسټ په پوره اخلاص او نرمښت ترسره شي او مبلغین باید خپلو ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره د جبر پر ځای د حوصلې او ښې رویې څخه کار واخلي.
ښاغلي مدني د مجلس ګډونوالو ته د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې د محصلینو سالمې او فکري روزنې په پار د نظام مشرتابه حفظه الله د فرامینو او دیني درسونو سلسله جاري وساتي، پر وخت د خپلو کړنو اهتمام وکړي او د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي برنامې جوړې کړي.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونوالو سره د فعالیتونو مؤثریت او همغږۍ په هدف مشورې، لارښوونې او هدایات شریک کړل او هغوی یې د خپلو کړنو مستند سازۍ ته متوجه کړل.
نوموړي همدرانګه هغوی ته سپارښتنه وکړه، چې خپل فعالیتونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت سره په همغږۍ او مشوره مخ ته یوسي. 
د غونډې ګډونوالو مبغلینو په خپلو ویناوو کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او راتلونکي کې یې هم د ورته مجلسونو جوړېدل د کارونو بهبود او پرمختګ لپاره مهم وبلل.
په ورته مهال په یوه جلا ناسته کې د ننګرهار پوهنتون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ کمېټې د د پوهنتون رئیس په مشرۍ غونډه وکړه، چې په کې د پوهنتون د منسوبینو د سیرت او صورت اصلاح، په دعوتي برخه کې د خصوصي پوهنتونونو د نظارت او په یو شمېر نورو مواردو بحث او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu