د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د صورت دعوی لیکلو ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۳۶
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت اړوند د حقوقي کلينیک عمومي مدیریت په نوښت د حقوقواو سیاسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو ته د صورت دعوی د لیکلو یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د حقوقي زده کړو په برخه کې د روزنیزو برنامو په جوړېدو ټینګار وکړ او دا یې محصلینو ته د تیوري ترڅنګ د عملي زده کړو او ظرفیت  لوړونې لپاره اړینې او ګټورې وبللې.
نوموړي د محصلانو خدمتونو انسجام امریت له مسؤلینو مننه وکړه، چې د محصلینو د پوهې کچې لوړولو لپاره هلې ځلې کوي او دا ډول ورکشاپونه دایروي.
د یادونې وړ ده، چې ددې ورکشاپ د روزنې چارې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استاد پوهندوی صفي الله صالح عربزي له خوا پر مخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu