ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي کې د ۵۰۰ متر مربع په مساحت شیشه یي شنه خونه جوړېږي.

nu_admin
جمعه ۱۴۰۰/۲/۱۰ - ۹:۵۰
image

 

د یاد ګلاس هاوس سربېره به د کرنې پوهنځي لسګونو محصلینو او فارغانو ته د عملي زده کړو او انټرنشیپ زمینه هم برابره شي.

یادې خبرې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP)د ننګرهار سیمه ییز دفتر استازي توریالي عبدالله زي د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره د لیدنې پر مهال وکړې.

نوموړي وویل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مسؤلینو او د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه د تېرو لیدنو په تعقیب یادې ادارې ته د پوهنتون له خوا د سپارل شویو وړاندیزونو په لړ کې د اوس لپاره په دوه برخو کې غواړي مرسته او همکاري وکړي.

عبدالله زي زیاته کړه: د ادارې له خوا به یې ډېر ژر د کرنې په پوهنځي کې د محصلینو د عملي زده کړو لپاره د ۵۰۰ متر مربع په مساحت ګلاس هاوس یا شیشه یي شنه خونه جوړه او همدارنګه به د یاد پوهنځي لسګونو محصلینو او فارغانو ته له پوهنتون څخه بیرون د عملي زده کړو او انټرنشیپ زمینه هم برابره کړي.

د نوموړي په وینا، اداره یې په راتلونکې کې له ننګرهار پوهنتون سره په نورو بېلابېلو برخو کې د مرستې او ګډ کار هوډ لري.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې له مشرتابه مننه وکړه، چې په علمي او څېړنیزو برخو کې له ننګرهار پوهنتون سره مرسته کوي.

پوهاند بهسودوال د یاد ګلاس هاوس جوړېدل لویه لاسته راوړنه وبلله او د کرنې پوهنځي مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د یادې پروژې په تطبیق کې له نوموړې ادارې سره په ګډه کار وکړي.

د مجلس په پای کې راغلي پلاوي د پوهنتون د مسؤلینو او استادانو په ملتیا د کرنې پوهنځي د تحقیقاتي فارم نه لیدنه وکړه او د ګلاس هاوس پروژې د تطبیق ساحه یې له نږدې ولیدله.

د یادونې وړ ده، چې په یاده لیدنه کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د بهرنیو اړیکو کمېټې مسؤل پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu